ایکنا -د ایران او پاکستان ترمینځ د رسندوي ملګرتیاؤ په حوزې :ې په یوه تاریخي اوبې مخینې ګام کې د رسندوي ملګرتیاؤ درسمي پيلیدا په خاطر د پاکستان د ملی ټیلیوژني (پي ټيوي) او د ایران د اسلامی جمهوریت د ریډیو او ټيلیوژن د ادارې ترمینځ یوه تفاهم نامه لاسلیک شوه.
د خبر لمبر: 3490709 خپرونې تاریخ : 2025/02/27
ایکنا - د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر په ټولو زمینو کې د ملایشیا پشمول له اسلامی هیوادونو سره د ارتباطاتو پر پراختیا ټینګار وکړ او له درستو اسلامی هیوادونو سره ئې د اړیکو د پیاوتیا لپاره چمتووالی و ښود.
د خبر لمبر: 3490707 خپرونې تاریخ : 2025/02/27
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د ترکمنستان له ملی رهبر سره په ټیلیفوني خبرو کې ووئيل، دایران اسلامی جمهوریت په سیمې او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د سولې اودوستۍ ټينګیدل غواړي او له ترکمنستان او نورو هیوادونو سره په دې زمینې کې د ملګرتیا هرکلی کوي.
د خبر لمبر: 3490623 خپرونې تاریخ : 2025/02/11
ایکنا- په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر احمد خان ویلي، درې نیم کاله وروسته له دې چې طالبان واک ته رسېدلي، د اسلام اباد هغه تمې پوره نه شوې چې دغه حکومت به د ټي ټي پي، داعش او بلوڅ بېلتون پالو په ګډون ترهګریزې ډلې وځپي.
د خبر لمبر: 3490470 خپرونې تاریخ : 2025/01/14
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي په یوه مرکه کې ویلي وو، چې چین د افغانستان د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه د سیمې له هېوادونو سره د خبرو په حال کې دی.
د خبر لمبر: 3490235 خپرونې تاریخ : 2024/11/30
ایکنا - د افغانستان د طالبانو د حکومت د فواید عامه وزارت د ریل پټلۍ معین او دټرانسپورټي وزیر مرستیال په مشهد مقدس کې په شتون سره د حضرت امام رضا علیه السلام د سپیڅلی حرم له زیارته مشرف شو.
د خبر لمبر: 3490214 خپرونې تاریخ : 2024/11/26
ایکنا - په افغانستان کې د ایران سفیر ووئيل،د ایران د جنوب ختیځ چابهار بندر په پراختیا سره به هم د سمندر نړیوالو اوبو ته د افغانستان لاس رسي لا زیات آسان شي.
د خبر لمبر: 3490191 خپرونې تاریخ : 2024/11/20
ایکنا - د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر همداراز پاکستان ته پخپل لومړني رسمي سفر کې ددغه هیواد پوځ لوی قوماندان جنرال عاصم منیر ، خارجه وزیر اسحاق ډار او همداراز نورو لوړپوړو چارواکو سره کته او ددواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ دپراختیا او د سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو په باب خبرې او مشورې وکړې.
د خبر لمبر: 3490119 خپرونې تاریخ : 2024/11/06
ایکنا - د اسلامي انقلاب معظم رهبر، د ایران د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته د تاجکستان د ولسمشر د سفر په قدرونې سره، د دواړو هېوادونو د چارواکو تګ راتګ، د ملګرتیاو و لپاره د زمینې برابرول یاد کړل او ویې ویل: فارسي ژبه د ایران، تاجکستان او افغانستان له مهمو مشترکاتو څخه ده او باید د دغې ژبې د ساتنې او پراختیا او د هغې د څنډې ته کولو د ځینو هڅو د مخنیوي لپاره، زیاتې همکارۍ ترسره شي.
د خبر لمبر: 3489611 خپرونې تاریخ : 2024/07/30
ایکنا - د ایران او پاکستان د اسلامي جمهوریت د علمي او کلتوري خبرواترو د ټولنې دویمه غونډه، د دوو ورځو په موده، د ایران د پوهنتوني مسئولانو د یو پلاوي په ګډون په اسلام آباد کښې ترسره شوه او په کښې ویناوالو د دواړو ګاونډي هیوادونو ترمینځ د علمي، لوړو زدکړو، تحقیقات او د دواړو ګاونډیانو ترمینځ د ولسي اړیکې د پياوړتیا غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3489475 خپرونې تاریخ : 2024/07/03
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر سره په ګډ خبری کنفرانس کې له منظمو جرمنو او ترهه ګرۍ سره د مبارزې په زمینې کې داسلام اباد او تهران د امنیتی ملګرتیاؤ پر دوام ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3489087 خپرونې تاریخ : 2024/04/22
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر په خبري ناستې کې ووئيل، د پاکستان حکومت د اسلامی ایران ولسمشر ته پاکستان ته دسفر بلنه ورکړې ده ،مونږ هم هڅه کوو په لوړه سویه په راشه دیرشه سره د سیمه ایزو مشکلاتو یوه حل لاره پخپله ولټوو.
د خبر لمبر: 3488642 خپرونې تاریخ : 2024/01/29
ایکنا- په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وویل: تهران د طالبانو له مخالفانو څخه ملاتړ نه کوي بلکې هڅه کوي افغانستان د سیمه ایزو همکاریو یوه برخه ووسي.
د خبر لمبر: 3488547 خپرونې تاریخ : 2024/01/09
ایکنا- د قرآن کریم د احزاب سورې ۵۳ آیت د پیغمبر اکرم(ص) او دهغه بزرګوار د کورنۍ سره د معاشرت ادابو موضوع بیان کړې ده او په دې رابطې کې ئې شپږ مهم دستورات مطرح کړي دي چې له یوه بل سره په اجتماعي اړیکو کې د ټولو مسلمانانو لپاره دیوې بیلګې په توګه ورته توجه کیدلی شي.
د خبر لمبر: 3488532 خپرونې تاریخ : 2024/01/07
ایکنا- د پاکستان د مذهبی چ ارو وزیر انیق احمد پرون په اسلام اباد کې د ا یران له سفیر رضا امیري مقدم سره په کتنې کې ددواړو ګاونډیو هیوادونو ددیني نزدیکت ، کلتوري ، ژبني او جغرافیائي مشترکاتو په یادونې سره ووئیل، د ایران لپاره د پاکستان په خلکو کې یوه خاصه مینه موجوده ده او دغه ولسی ارتباطات په دوو اړخیزو اړیکو کې یوه پیاوړي پشتوانه ده .
د خبر لمبر: 3488414 خپرونې تاریخ : 2023/12/13
ایکنا- (تهران) د افغانستان د طالبانود حکومت د مشر د اقتصادی چارو مرستیال په مشرۍ د افغانستان د حکومت دیرش کسیزپلاوي نن په تهران کې د ایران داسلامی جمهوریت له خارجه وزیر سره وکتل.
د خبر لمبر: 3488221 خپرونې تاریخ : 2023/11/05
ایکنانیوز-(تهران) په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال په مشری یو جګپوری پلاوی تهران ته ورسېده.
د خبر لمبر: 3488217 خپرونې تاریخ : 2023/11/04
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ایران و ازبکستان د تاریخي ،علمی اوکلتوري بې مخینې نزدیکت ته په اشارې سره ووئيل، باید له دغو ګډو زمینو څخه په مختلفو برخو کې د اړیکو د پراختیا لپاره استفاده وشي.
د خبر لمبر: 3487492 خپرونې تاریخ : 2023/06/19
ایکنا-(تهران) د ایران او عمان د اړیکو پراختیا د هردواړو هیوادونو ،بلکې د سیمې او اسلامی نړۍ په ګټه ده
د خبر لمبر: 3487412 خپرونې تاریخ : 2023/05/30
ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو د حکومت ریس الوزرا ددې خبرې په تکرارولو سره چې د افغانستان حکومت ټولشموله دی ،ووئيل، د حکومت جوړښت ته دپخوانیو سیاستوالانو بیرته ستنیدا د فساد سبب کیږي.
د خبر لمبر: 3487397 خپرونې تاریخ : 2023/05/27